خوست کې د وسلو په تور شپږ تنه نیول شوي

خوست کې د وسلو په تور شپږ تنه نیول شوي افغانستان
خوست کې نیول شوې وسلې او مهمات

د خوست امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وایي، د دغه ولایت د ترهګرۍ سره د مبارزې بیدارو ځواکونو یو شمېر وسلو او نظامي مهماتو په تړاو شپږ کسان نیولي.

 

سرچینه زیاتوي، په نیول شویو مهماتو کې ۵ میله کلاشینکوف، یو قبضه راکټ، یو میل پېکا، زرګونه فیره د کلاشینکوف، دهشکې او پېکا مرمیو سربېره لاسي بمونه او نور بېلابېل نظامي تجهیزات نیول شوي.

 

سرچېنه د یاد ولایت د مسؤلینو له قوله وایي، چې له دې وړاندې هم د ویښو ځواکونو له لوري په بېلابېلو ولسوالیو کې سپکې او درنې وسلې او ګڼ نظامي توکي نیولي او د ثبت په موخه یې اړوندو ځواکونو ته سپارلي دي.

تړلي موضوعات