کونډو، یتیمانو او معلولینو ته څه باندې ۱۰ میلیارده افغانۍ ورکړل شوي
د شهیدانو معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش په خپله اېکس پاڼه ویلي، تېرو څو مياشتو کې لس میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ یتیمانو، معلولینو او کونډو ته په شفاف ډول د بانکي سیسټم له لارې حواله شوې.
خاموش زیاته کړې، یادو کسانو ته د لومړیو شپږو میاشتو نغدي مساعدتونو د ورکړې بهیر له بشپړېدو سره سم څه موده وړاندې دغه وزارت د روان کال (میزان، عقرب او قوس) میاشتو نغدي مساعدتونو د ورکړې پروسه پېل کړې وه، چې لا هم دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزرات سره د تېرې ادارې په ګډون له ټول هېواد څخه ۶ لکه ۵۳ زره او ۲۶۵ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت دي.