یوه اوونۍ کې ۱۲۸ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته مسترد شوي
د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دا ۱۲۸ ټانکره بې کیفیته تېل تېره اوونۍ د فراه، نیمروز او بلخ له ګمرکونو مسترد شوي دي.
مالیې وزارت لیکلي، دا تېل د کیفیت له پلوه په هغو معیارونو برابر نه و چې دوی ټاکلي.
د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره هېواد ته په معیار برابر او با کیفیته تېلو پر وارېدولو ټینګار شوی دی او شاوخوا درې کلونو کې زرګونه ټانکره تېل بېرته مسترد شوي دي.