کډوال دې د کوربه هېوادونو قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي، چې د کوربه هېوادونو قوانینو او مقرراتو ته دې درناوی وکړي.
ښاغلي حقاني دغه څرګندونې لوګر ولایت کې بشري مرستو د وېش پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي، افغانستان کې د ژوند لپاره هر اړخیز شرایط برابر شوي او ټول افغانان کولی شي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
دغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي، چې دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو کې ګڼ افغانان د غیري قانوني کړنو له امله یا ویستل شوي او یا هم زنداني شوي دي.