د سپین بولدک ولسوالۍ عایداتي سرچېنې دې بېرته را ژوندۍ شي
د ولایتي سفرونو پر دوام د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ښاروال او قومي مشرانو سره کتلي دي.
د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده دې کتنه کې ویلي، د اسلامي نظام بقاء په نظم او اطاعت کې ده، په خبره یې، هر څوک چې د بولدک ښاروالۍ او یا هم د ښاروالیو چارو د سمون اړوند کومه اصولي ملاحظه لري ورسره شریکه دې کړي، چې د حل په موخه یې اقدام وشي.
مولوي محمد اسحاق اخندزاده د سپین بولدک ولسوالۍ استازو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او اړوند مسئولینو ته یې لارښوونه کړې چې د بولدک ولسوالۍ عایداتې سرچېنې دې بېرته فعاله کړي.
د يادونې وړ ده چې ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس او ورسره مل تخنيکي پلاوي د سپين بولدک ښاروالۍ څخه ليدنه کې د يادې ښاروالۍ د تدارکاتو، قراردادونو، عوايدو، محاسبې، ټرانسپورټ او بشري سرچېنو اسناد وڅېړل او مسؤولينو ته يې د چارو د لا ښه ترسره کولو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.