فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې وسلې او نظامي تجهیزات نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت د فاریاب امنیه قومندانۍ په حواله لیکلي، د فاریاب المار ولسوالۍ کې یو قبضه راکټ، درې کوهدان مخابرې، یو میل دهشکه، دوه دانې وسطي او چریکي هاوانونه او ۶۹ صندوقه د زیکویک مرمۍ د پلټنو پایله کې نیول شوي دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې هم ۷ صندوقه د زیکویک مرمیو سربېره د لوی او کوچني هاوان۲۶ فېره مرمۍ نیول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د غیري قانوني وسلو پر کاروبار او ساتنې بندیز لګېدلی او په نږدې درې کلونو کې ټول هېواد کې سلګونه میله وسلې نیول شوې دي.