خوست کې ۸۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده
کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د خوست امنیه قومندانۍ او قومي مشرانو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ ۸۰ کلنه مرګونې دښمنۍ په ورورولۍ او دوستي بدله شوه.
سرچېنې زیاته کړې، ښکېلو خواوو د اسلامي امارت مسؤلینو په ترسره شوې پرېکړه خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی ته یې د راتلونکي احتمالي زیان اوښتو مخنیوی کړی دی.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد د کورنیو جګړو او خپلمنځي شخړو مخنیوي په موخه په ګڼ شمېر ولایتونو کې سلګونه دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.