۲۱۰ تنه نور ځوانان هم د اسلامي اردو له لیکو سره یو ځای شول
د ملي دفاع وزارت وایي، د عبدالله بن مسعود رض د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۲۱۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول.
دغه منسوبین د دې قومندانۍ د جګړه ییزو تامیناتو او ملاتړ، د جګړه ییزو ځواکونو له ښوونځیو د مرکزي قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو څخه له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
یادو منسوبینو ته د مخابرې، انجنیري، آر سي سي او سیمیلاتور برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
تازه فارغ مجاهد سرتېرو د هېواد په ګوټ ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو لپاره چمتووالی وښود.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې ملي دفاع وزارت د اسلامي اردو د مسلکي روزنې لپاره هڅې ګړندې کړې، چې هره میاشت ګڼ سرتېري له دې زده کړو فارغېږي.