د هېواد ټول بندرونه به په سکنرونو سمبال شي
دا تړون نن کابل کې د مالیې وزارت له لوري له یو خصوصي شرکت سره شوی چې له مخې به یې د تورخم، حیرتان، سپين بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نیمروز، خوست، پکتیا، اقینه، ابونصر فراهي او شېرخان بندرونو کې د ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت سکنرونه ولګول شي.
د مالیې وزارت مسئولین وایي، دغه سکنرونه به د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق مخنیوي ترڅنګ د نورو سوداګریزو توکو لپاره هم ګټور تمام او د عوایدو په را ټولولو کې به هم روڼتیا رامنځته کړي.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د دې سکنرو د تړون لاسلیک پر مهال ویلي، د دې سکنرونو په لګولو سره به هېواد کې ټول صادراتي او وارداتي توکي کنټرول شي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو سکنرونو لګول به دوه کاله وخت ونیسي چې ور سره به شاوخوا ۲ زره هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.