په افغانستان کې داسې ځواک نشته چې اسلامي امارت دې وګواښي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د امنیت نیونکو مجاهدینو د ستاینې غونډه کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول په وضعیت مسلط دي او چا ته به د افغانستان د بې ثباتۍ اجازه ورنکړي.
سراج الدین حقاني ویلي، ټول افغانستان کې نور د باغیانو، خوارجو او داعش په نوم هیڅ داسې ځواک نشته، چې د افغانستان شرعي نظام اسلامي امارت وګواښي.
ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی، چې کوکنارو کرکیلې ترڅنګ به یې پروسس او ټرافیک به یې هم د صفر کچې ته رسوي.
د کورنیو چارو وزیر له نړېوالو هم غوښتي، چې د افغانستان د امنیت لا ښه ټینګښت په موخه د پولیسو مسلکیتوب او مجهزوالي کې ورسره مرسته وکړي.