زابل کې برمې ته لوېدلی ماشوم ژوندی ژغورل شوی
په زابل کې یو ماشوم ژورې څاه ته تر غورځېدلو وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، دغه ماشوم، چې حافظ الله نومېږي، د زابل ولایت د مېزانې ولسوالۍ اړوند تیکر سیمه کې یوې ژورې څاه ته غورځېدلی و.
ښاغلی قانع زیاتوي، چې ځایي امنیتي مسؤلین له خبرېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او توانېدلي، چې د ماشوم ژوند وژغوري.
د ځايي مسؤلینو د معلوماتو له مخې د ماشوم وضیعیت د ډاډ وړ دی او لا درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی.