پاکستاني لوري تورخم دروازه د پلي تګ پرمخ تړلې

   پاکستاني لوري تورخم دروازه د پلي تګ پرمخ تړلې افغانستان
د تورخم دروازه د پلي تګ پر مخ تړل شوې

یو شمېر ځایي سرچینو حریت نیوز ته ویلي، چې پاکستاني لوري نن چهارشنبه د پلي افغانانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې ده.

ځایي سرچینو په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې پاکستاني عسکر هېڅ ویزه لرونکي افغان ته اجازه نه ورکوي، چې د تورخم پر دروازه هغې غاړې ته لاړ شي.

پاکستاني لوري د دغه کار علت تر اوسه نه دی په ډاګه کړی.

حریت نیوز هڅه کوي چې په دې تړاو وروستي جزیات د افغان مسؤلینو څخه تر پوښتلو وروسته هېوادوالو سره شریک کړي.

تړلي موضوعات