افغانستان اوس پانګونې ته تر بل هر وخت مناسب دی

افغانستان اوس پانګونې ته تر بل هر وخت مناسب دی افغانستان
د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد

دافغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د کار ملي کنفرانس په دویمه ورځ پر سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مجاهد وویل، کاري فرصتونو برابرول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې له تېرو نږدې درېیو کلونو پوره کار کړی دی.

دفاع وزیر په افغانستان کې د بېکارۍ عوامل د تېرو څو لسیزو جګړه په ګوته کړه خو په عین حال کې یې وویل، افغانستان اوس د ډاډمن امنیت له پلوه پانګونې لپاره مناسب هېواد دی.

نوموړي پانګوالو ته له امنیتي پلوه ډاډ ورکړ او له سوداګرو یې وغوښتل چې خپلو خلکو لپاره کاري زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات