افغانستان په هره برخه کې مسلکي او مجربو ځوانانو ته اړتیا لري

افغانستان په هره برخه کې مسلکي او مجربو ځوانانو ته اړتیا لري افغانستان
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان مراسمو کې ویلي، ازموینه د پټو استعدادونو او وړتیاوو د ښکاره کولو لپاره یوه مهمه وسیله ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره په هره برخه کې مسلکي ځوانانو ته اړتیا لري.

نوموړي هغو ځوانانو ته مبارکي ویلي، چې د سږ کال د کانکور په ازموینه کې یې ښې پایلې ترلاسه کړې او نن د خپل ګاللي زحمت پایله ویني.

اداري مرستیال هغو ځوانانو ته چې ښې پایلې یې نه دې ترلاسه کړې په خپل پیغام کې وویل، چې دوی دې هم زحمت وباسي او د راتلونکي کانکور لپاره دې پوره چمتووالی ونیسي.

تړلي موضوعات