بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویلي، د تېرې ورځې دې پېښه کې ۵ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د مرکز فیض اباد او کوهستان ولسوالۍ پر مسیر یو لنډ کروزر موټر له سړک بې لارې شوی او اوښتی دی.
د ۱۳ ټپیانو له ډلې د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا له تېرو دوو ورځو راهېسې د هېواد په شمال کې څویمه ترافیکي پېښه ده، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.