نشه یي توکو سره د مبارزې افغان پلاوی چین ته روان شو
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رئیس مولوي حسیب الله اخند په مشرۍ یو پلاوی په رسمي سفر چین ته روان شو.
یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به د دې هېواد په علمي سیمینار کې ګډون وکړي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د دوحې درېیمې ناستې ګډنوالو ژمنه کړې وه، چې نشه یي توکو کښت د منځه وړلو او بدیل معیشت برخې سربېره به د نشه یي توکو پر ضد د کارمندانو ظرفیت لوړونې په برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته کوي.