ملګرو ملتونو د افغانستان مالي سیسټم د پیاوړتیا لپاره همکارۍ ته چمتووالی وښود
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له مشر نور احمد اغا سره کتنه کې ژمنه کړې، چې د مالي خدمتونو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ او له مخکښو بنسټونو سره د اړېکو جوړولو برخه کې به همکاري وکړي.
دې کتنه کې نور احمد اغا د هېواد ټولو برخو ته د مالي خدمتونو پراختیا اړینه بللې او دا یې د هېواد د اقتصادي جوړښت لپاره یو مهم ارزښت یاد کړی.
د افغانستان بانک رئیس ویلي، د هېواد ټولو برخو ته د مالي خدمتونو رسولو ته ژمنتیا لري څو له دې لارې ټول هېوادوال له بانکي خدمتونو څخه په مساویانه ډول برخمن شي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د یاد هدف د ترلاسه کولو لپاره یې د کوچنیو پورونو د ورکړې مقرره جوړه کړي ده.
د افغانستان مالي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو استازې وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې د دوحې درېیمې ناستې ګډونوالو پر افغانستان بانک د تحریمونو د راکمولو ژمنه وکړه.