د لومړۍ ځل لپاره له هېواده باندې د برېښنايي پېژند پاڼو وېش پیلیږي!
د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په لومړي ځل یې له هېواده د باندې د برېښنايي پېژند پاڼو وېش ته ملا تړلې ده.
ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، کاري ټیم یې متحده عربي اماراتو ته لېږلی، او هلته به د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش څانګه په نږدې ورځو کې فعاله کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رئیس ډاکتر فقیر محمد زیار د یاد ټیم ته د صادقانه کار سپارښتنې ترڅنګ ویلي، چې هڅه کوي په کور دننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ سره برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه او له ګټو یې برخمن شي.
د یادونې ده، چې دغې ادارې له بهرنیو چارو وزارت سره په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان وګړو د هویت د تثبیت او ورته د تذکرو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې پارچو د وېش په تړاو هوکړه لیک لاسلیک کړی و، چې له مخې به یې په ایران او ځېنو نورو هېوادونو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې شي.