سروبي لوا کې ۲۰ تنه منسوبین له توپچي زده کړو فارغ شول

سروبي لوا کې ۲۰ تنه منسوبین له توپچي زده کړو فارغ شول افغانستان
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو درېیمې پلې لوا څخه فارغ شوي منسوبین

سروبي لوا کې ۲۰ تنه منسوبین له توپچي زده کړو فارغ شول

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دې قول اردو اړوند د سروبي ولسوالۍ درېیمې پلې لوا د توپچي امریت څخه ۲۰ تنه منسوبین د توپچي زده کړو په برخه کې له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو ورسته فارغ شول.

دا په تېرو نږدې درېیو کلونو کې څویم ځل دی، چې له یادې لوا څخه د توپچي په برخه کې تر څو میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته منسوبین فارغ او په دې برخه کې په دندو ګومارل کېږي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د سروبې پلې لوا څخه ۱۵ تنه مجاهد سرتېري د روغتیایي زده کړو له دوه میاشتني کورس څخه فارغ شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ملي دفاع وزارت هڅه کوي، چې له هېواد څخه د دفاع او خلکو د ساتنې په موخه په بېلابېلو برخو کې مسلکي منسوبین وروزي او د خدمت لپاره یې ټولنې ته وړاندې کړي.

تړلي موضوعات