تېره میاشت له دوه نیم زره زیاتو بهرنیو افغانستان ته تګ راتګ کړی.

تېره میاشت له دوه نیم زره زیاتو بهرنیو افغانستان ته تګ راتګ کړی. افغانستان
افغانستان ته په تېره میاشت کې د بهرني سیلانیانو تګ راتګ زیات سوی ده

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د غبرګولي میاشت کې شاوخوا ۲۶۰۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.

 یادې ادارې د خبر له مخې، په یادو بهرنیو وګړو کې ۲۴ ښځې هم افغانستان ته راغلې او یا تللې دي.

یادې ادارې ویلي، یو زرو ۴۹۰ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او ۱۱ سوه پنځه نور بیا بېرته له افغانستان وتلي دي.

ویل کېږي، چې د دغو بهرنیو وګړو د سفر موخه د هېواد له تاریخي او ښکلو تفرېحي سېمو لېدنه ده او تر ټولو ډېر تګ راتګ یې له تورخم، نیمروز، حیرتان او بلخ نړېوال هوایي ډګر لارو ترسره شوی.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د تېرو نږدې درېیو کلونو راهېسې د بشپړ او ډاډمن امنیت رامنځته کېدل د دې سبب شوی، چې افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو راتګ کې زیاتوالی راشي او دغه هېواد ته د تفرېح او سیاحت په موخه سفر وکړي.

 

تړلي موضوعات