تورخم کې یو ځل بیا د زرګونه امریکايي ډالرو د قاچاق مخنیوی وشو
د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت حریت نیوز ته ویلي، دوه کسان، چې غوښتل یې پاکستان ته څه باندې ۴۰ زره امریکايي ډالر قاچاق کړي لاس په لاس نېول شوي دي.
د نېول شویو کسانو له ډلې محمد امین د غلام محی الدین زوی د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ او غوث الدین د ذاهدالله زوی د پښتونخوا د لواړګي اوسېدونکی دی.
حکمت زیاته کړې؛ دغو کسانو غوښتل چې ۴۰ زره ۴۷۵ امریکایي ډالر په پټه پاکستان ته انتقال کړي، چې د تورخم بندر کمېسارۍ د بیدارو منسوبینو له لوري د تالاشۍ او پلټنې پرمهال ونیول شول.
د یادوني وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم تورخم کې د ٩٠ زرو امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې وه.