د افغانستان تخریب ته ناست پاکستان داعش روزي!

د افغانستان تخریب ته ناست پاکستان داعش روزي! افغانستان
داعش په تور نیول شوی پاکستانی وګړی

المرصاد په نوم یوې افغاني رسنۍ د دوو پاکستاني داعشي خوارجو د اعتراف ویډيوګانې خپرې کړې دي؛ ویډيو کې پاکستاني وګړي اعتراف کوي، چې پاکستان کې داعش ته جذب شوي او افغانستان ته راغلي.

ویډيو کې نیول شوي پاکستاني خوارج اعتراف کوي، چې پاکستان کې د داعش لیکو ته جلب او جذب عام دی او تر شا یې استخباراتي کړۍ لاس لري.

اعتراف کوونکي پاکستاني اتباع عنایت الله او عامر خان په نوم دي، چې یو خراساني خوارجو ته د مالي کومکونو او خلکو راجلبولو مسؤلیت درلود او بل تن تبلیغاتي فعالیت کاوه.
دوی همدارنګه اعتراف کوي، چې د داعشي خوارجو له مسؤلینو سره اړیکه کې وو.

د المرصاد له لوري نشر شوې ویډيو کې یاد پاکستاني وګړي وايي، چې دوی د استخباراتي کړیو له لوري تېر ایستل شوي وو او پر پاکستاني خلکو غږ کوي، چې د داعشي خوارجو په خبرو تېر نه وځي ځکه چې تر شا یې د استخباراتو لاسونه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې ګڼ تاجکستاني داعشي خوارج هم افغانستان کې د بریدونو کولو او امنیت ضد کړنو په تور نیول شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې سیاسي شنونکي افغانستان کې د داعشي خوارجو تېر بریدونه د پاکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د استخبارتي کړیو ګډه پروژه بولي، چې غواړي له دې لارې افغانستان کې له لسیزو راهیسې راغلی بې ساری امن اخلال او راغلی محکم اسلامي نظام تر فشار لاندې راولي، خو شنونکي زیاتوي، چې د دوی دا پروژه له منځه تللو په حال کې ده او افغان مجاهدو ځواکونو د دوی دا ناکامې هڅې نطفه کې له منځه وړې دي.

تړلي موضوعات