د بامیان ځایي مسؤلین: په دې ولایت کې په بشپړ ډول امنیت تامین شوی
د باميانو ولايت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د دې ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د اختر په شپو او ورځو کې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه له امنیتي پوستو څخه ليدنه کړې.
د یاد ولایت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر اساس ښاغلي والي هغو سېلانيانو ته چې دغه ولايت ته سفر کوي ډاډ ورکړی چې په باميانو کې بشپړ امنيت تامين شوى دى.
ویل کېږي، چې ښاغلي والي د اختر په شپو او ورځو کې له تفریحي او سیاحتي ځایونو څخه د لیدنې پر مهال امنیتي او کشفي مسؤلینو ته د لا زیات امنیت د تامین په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
بامیان کې د غوره امنیت د ټینګښت خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې د اختر په شپو او ورځو کې په ټول هېواد کې هیڅ کومه امنيتي پېښه نه ده شوې او هېوادوالو په پوره ډاډمنه فضا کې اختر نمانځلی دی.