ټول هېواد کې د اختر دوه ورځې په بشپړه امن فضا کې تېرې شوې

ټول هېواد کې د اختر دوه ورځې په بشپړه امن فضا کې تېرې شوې افغانستان
افغانان د امن په فضا کې د اختر خوښي نمانځي

کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اختر دوه ورځې په بشپړه امن فضا کې تېرې شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د اختر دوه ورځې د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو او امنیتي تدابیرو په ترڅ کې په بشپړ امنیت کې تېرې شوې او دریمې ورځې ته به هم دا تدابیر دوام ولري.

ښاغلي قانع زیاته کړې، چې امنیتي ارګانونه د هېوادوالو د سر، مال، او عزت ساتلو په موخه شپه ورځ هڅې کوي، چې په پایله کې یې د هېواد ټولو ولایتونو کې بشپړ امنیت ټینګ او د اختر ورځې پرته له کومې پېښې او په خوښۍ سره نمانځل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاته کړې، چې د دې وزارت اړوند ټولې روغتیایي او خدماتي څانګې د نورو ادارو له روغتیایي او خدماتي څانګو سره په همغږۍ، د ولسونو د اړتیاوو او ستونزو حل په موخه پر خپلو دندو بوخت دي.

تړلي موضوعات