د ښځو حقونه ورکړئ او پر خلکو مهربانه شئ

د ښځو حقونه ورکړئ او پر خلکو مهربانه شئ افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

عالیقدر امیرالمومنین کندهار کې د وینا په مهال خلکو ته وویل، دا په پرلپسې ډول تاسې ته وایم، چې د ښځو ټول حقونه ورکړئ، هغوی په میراث کې شاملې کړئ.

چارواکو او مسولینو ته د امیرالمومنین توصیه داوه، چې ځانونه دې د خلکو خادمان جوړ کړي.

چارواکو ته د امیرالمومنین بله سپارښتنه د یتیمانو او خلکو سره د چلند په اړه وه، چې هغه د رحم او شفقت نوم ورکړ.

د اسلامي امارت مشرتابه وویل، پر خلکو او یتیمانو رحم وکړئ، چې الله در باندې رحم وکړي.

تړلي موضوعات