د اسلامي امارت چارواکو د اسلامي هېوادونو له یو شمېر ډیپلوماټانو سره د اختر لمونځ ادا کړ
په سپېدار ماڼۍ کې د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون د اسلامي امارت مسئولینو د اختر لمونځ له یو شمېر بهرنیو ډیپلوماټانو سره ادا کړ.
ښاغلي حنفي له مسئولينو وغوښتل، چې خپل مسئوليتونه پوره ادا کړي، څو د څو لسيزو جګړو او ناامنيو زخمونه ورغېږي او هېواد مو ثبات او دايمي پرمختګ ته ورسېږي.
ورته مهال اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د اختر لمونځ په غور کې له سېلاب ځپلو سره ادا کړ او د ختيځ – لوېديځ دهلېز نښلوونکي سړک جوړولو پروژه یې یوه له ملي پروژو ګڼلې، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د هرات، غور، بامیانو، دایکنډي او میدان وردګو ولایتونه له کابل سره وصل شي.