د جنوبي افریقا سوداګر د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونه کوي

د جنوبي افریقا سوداګر د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونه کوي سوداګرۍ او اقتصاد
نوموړي یادو سوداګرو ته د اړوند قوانینو مطابق د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی

د جنوبي افریقا یو شمېر سوداګرو د کانونو او پټرلیم له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره شرایط او فرصتونه برابر شوي.

دوی د هېواد د کاني زېرمو سرو زرو، مسو، تېلو او ګازو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د همکارۍ غوښتنه یې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزیر په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ کړی او غوښتنه یې کړې، چې  دهرات نفتي حوزې ۱۱ بلاکونه او نورې پروژې اعلان ته ورکړل شوې او په دغو پروژو کې یې هغوی ته د پانګونې بلنه ورکړې.

نوموړي یادو سوداګرو ته د اړوند قوانینو مطابق د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات