د غوره اقتصادي سیاست پر بنسټ صادرات او واردات زیات شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو سره مناسبې سوداګریزې اړیکې د دې لامل شوې چې په کور دننه قیمتونه په خپل حال پاتې شي.
نور الدین عزیزي ویلي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره سوداګرۍ پراختیا هم د دې سبب شوې، چې د لارو تړل کېدل پر بازار منفي اغېز ونه لري.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، د اسلامي امارت د غوره اقتصادي سیاست پر بنسټ د سیمې هېوادونو سره په صادراتو او وراداتو کې د پام وړ پراختیا راغلې، چې له کبله یې افغاني توکي د منځنۍ اسیا هېوادونو کې ښه بازار لري او په نورو بازارونو کې یې هم ورته د بازار موندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي دي.
بلخوا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د دولتي ادارو بې سارې هڅې او د افغانیو ټیکاو د دې لامل شوي، چې په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په مناسب حالت کې پاتې شي او هېوادوال د اړتیا وړ توکو د پېرولو توان ولري.
مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې د کورنیو تولیداتو د غوره کیفیت او د صنعت پراختیا او ودې لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې او له ګاونډیو هېوادونو سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د انډول پر ساتلو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د غوره اقتصادي سیاست له کبله د سیمې او ګاونډي هېوادونه هم هڅه کوي، چې له اسلامي امارت سره ښې سوداګرېزې اړیکي ولري او د خپلو توکو لپاره په افغانستان کې بازار موندنه وکړي.