المان کې ۶۱سلنه مسلمانې مېرمنې تېر کال د نژادي تبعيض په اساس ځورول شوې دي

المان کې ۶۱سلنه مسلمانې مېرمنې تېر کال د نژادي تبعيض په اساس ځورول شوې دي اسلام او کلتور

المان کې ترسره شوې يوې نوې سروې موندلې ده، چې د نژادي توپيرونو په اساس تبعيض په دې هېواد کې د پخوا په پرتله ډېر پراخ شوی دی. د المان غږ له راپور سره سم موندنو ښودلې چې له نيمو ډېر هغه کسان چې ديني او قومي اقليتونو ته منسوب دي؛ په منظم ډول په المان کې له نژادي تبعيض سره مخ شوي دي.

المان کې د سږکال لپاره د «توپير او نژاد پالنې د ملي شاخص» اندازه کولو په پار ترسره شوې دې سروې موندلې چې د ځانګړو اصطلاحاتو له مخې له نژادي پلوه په نښه شوي ۵۴ سلنه کسان په وروستيو کې د پخوا په پرتله ډېر له تبعيض سره مخ شوي دي.

دغه سروې چې د تېر کال د اګست او د سږني کال د جنورۍ مياشتو ترمنځ موده کې ترسره شوې ده؛ ښيي چې دې هېواد کې ۶۱ سلنه مسلمانې مېرمنې د تېر کال په اوږدو کې هره مياشت لږ تر لږه يو ځل له نژادي تبعيض سره مخ شوې دي.

بل پلو د همدې ټولپوښتنې په اساس ۶۲سلنه تورپوستي نارينه او ۶۳ سلنه تورپوستې مېرمنې هم د خپل پوستکي د تور رنګ له امله هر مياشت لږ تر لږه يو ځل له تبعيضه ځورېدلي دي.
د پرتلې لپاره، د تېر کال په اوږدو کې المان کې ۳۲ سلنه وګړي د نورو توپيرونو له امله هم ځورول شوي، چې جنس، عمر يا نورې ځانګړتياوې په کې دي.

سروې کې ويل شوي، کوم المانيان چې له بل وطنه د راتګ سابقه ولري، يا يې پلار يا نيکه د بل وطن دي، هغوی سره هم تبعيضي چلن شوی او پردي بلل شوي دي.

ځورېدلو کسانو ويلي، چې په ډېرو حالاتو کې په دوی کې سترګې ګنډل شوې، تنګول شوي او سپکاوی يې شوی دی.
د سروې له موندنو سره سم ۵۵ سلنه المانيان په دې اند دي، چې دغه خلک چې وروسته يې د دې وطن تابعيت ترلاسه کړی دی، د برابرۍ د غوښتنې دومره حق نه لري چې دوی يې کوي، دغه راز يې په وروستيو کلونو کې له اقتصادي پلوه له هغې ډېره استفاده کړې ده، چې وړ يې وو.

تړلي موضوعات