د سوریې حکومت ۱۲۵تنه مخالفین اعدام کړي
ګارډېن ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د سوریې لاذیقه ولایت کې د شدیدو جګړو په پایله کې د سوریې امنیتي ځواکونو ۱۲۵ تنه مخالف وسله وال اعدام کړي دي.
دې ورځپاڼې زیاته کړې د سوریې حکومتي ځواکونو او اسد رژيم طرفدارانو ترمنځ د نښتو په پایله کې ۲۴۰ تنه پاڅون کوونکي وژل شوي هم دي.
د سوریې نوي رهبر احمد الشرع تېره ورځ اسد ته وفاداره ځواکونو څخه غوښتي چې خپلې وسلې دې په ځمکه کیږدي او تسلیم دې شي.
د یادونې ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ نښتې پیل شوې، چې دا د اسد رژیم تر سقوط وروسته د احمد الشرع الجولاني په مشرۍ د سوریې نوي حکومت سره لومړي بریدونه دي چې رامنځته کېږي.