عربي هېوادونو د غزې بیارغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړه
د عربي هېوادونو مشرانو د مصر پلازمېنې قاهرې کې په بېړنۍ غونډه کې د غزې بیارغونې لپاره د مصر ۵۳ میلیارد ډالري طرحه تصویب کړې.
د الجزیرې د خبر له مخې د عربي هېوادونو مشرانو ټینګار کړی، چې د عربو نړۍ نورو هېوادونو کې د فلسطینیانو اجباري ځای پر ځای کولو سره مخالفه ده.
د خبر له مخې دغې ناسته کې مصر د غزې بیارغونې لپاره ۹۱ صفحه یې طرحه وړاندې کړې، چې د ګډون کوونکو هېوادونو رهبرانو له لوري تائید شوې ده.
دغه ناسته تېره ورځ داسې مهال د مصر په کوربتوب ترسره شوې، چې تر دې وړاندې حماس جهادي غورځنګ له ټولو عربي هېوادونو غوښتي و، نورو هېوادونو کې د فلسطیني وګړو ځای پر ځای کولو په اړه د ټرمپ له طرحې سره مخالفت وکړي.