پر زیلنسکي د ټرمپ متحدینو فشار؛ یا تسلیم او یا له واکه لرې شه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدي جمهوري غوښتونکو یو شمېر چارواکو د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي غوښتي، چې یا دې روسیې سره جګړې کې خپل دریځ بدل کړي او یا دې له واکه ګوښه شي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې جمهوري غوښتونکو دغه فشار له ټرمپ او مرستیال چې ډي وینس سره د زیلنسکي تر جنجالي کتنې وروسته رواستی دی.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، که زیلنسکي له روسانو سره موثرې خبرې ونه شي کړلی او جګړه ختمه نه کړي باید د اوکرایین رهبري تغییر وکړي.
په ورته مهال زیلنسکي د امریکا له ولسمشر سره کتنه کې چې په لفظي شخړې واوښته د کانونو له لاسلیک پرته له سپینې ماڼۍ ایستل کېدو وروسته له روسیې سره د جګړې لپاره د مرستو لا جلبولو لپاره اروپا ته تللی.