اسرائیلو غزې ته د هر ډول بشري مرستو مخه نیولې

اسرائیلو غزې ته د هر ډول بشري مرستو مخه نیولې نړۍ
غزې ته دننه کېدونکې بشري مرستې

اسرائیلو غزې تړانګه ته د ټولو بشري مرستو مخه نیولې، اسرائیلو دغه کړنه د اوربند لومړي پړاو له پای سره پیل کړې.

الجزیرې ټلوېزیون وايي، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې حماس منځني ختیځ کې د امریکا د ځانګړي استازي له لوري پلان شوی موقتي اوربند ومني.

په راپورونو کې د فلسطیني شنونکو له قوله راغلي، چې د اسرائیلو لخوا تصویب شوی تازه موقتي اوربند ډېرې برخې د اسرائیلو په ګټو را څرخیږي.

الجزیره وايي، غزې ته د نتنیاهو له لوري د مرستو بندولو دریځ د اسرائیلي سیاستوالو له سختو نیوکو سره مخ دی او دا پرېکړه د اوربند دوهم پړاو د خبرو اترو څخه د تېښتې په معنا بللې.

سرچینې وايي، حماس جهادي غورځنګ د امریکا، قطر او مصر د منځګړو له تضمین پرته د دوهم پړاو غځول نه مني.

حماس جهادي غورځنګ د مرستو لارې تړل باج اخیستنه او د اوربند هوکړې پر ضد یې یوه دسیسه بللې او د منځګړو مداخله یې جدي اړتیا بللې.

حماس له منځګړو غوښتي چې د غزې تړانګه کې د دوه میلیون څخه د زیاتو خلکو په وړاندې د اسرائیلو له لوري د مجازاتو مخنیوي دې ژر تر ژره ودروي.

تړلي موضوعات