اسرائیلو غزه کې د اوربند غځېدل تصویب کړي
الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې اسرائیلو غزه کې د اوربند د غځولو په اړه د امریکا په ملاتړ پلان شوي موقتي اوربند سره موافقه کړې، خو حماس جهادي غورځنګ تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
سرچینه وايي، اسرائیلو دغه اعلامیه بېګاه شپه خپرې کړې او ویلې دي چې د روژې او د یهودیانو د الفصح اختر په تړاو یې دا لنډ مهالی اوربند تصویب کړی چې شاوخوا ۴۲ ورځې به وغځېږي.
سرچینې وايي، د نتنیاهو دفتر د يکشنبې په شپه د مخکېني اوربند د لومړي پړاو له پاي ته رسېدو لږ وروسته د دې خبر اعلان کړی او ويلي دي، چې منځني ختیځ کې د امريکا ځانګړي استازي سټيو ويټکاف له لوري په پلان او ملاتړ شوی دغه اوربند کې به له حماس جهادي غورځنګ څخه د اوربند په لومړۍ ورځ نیمايي بندیان خوشې کړي.
الجزیره د شنونکو په حواله وايي، چې غزه کې دا لنډمهالی اوربند پلان چې منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړي استازي ویټکوف په ملاتړ شوی د اسرائیلو په ګټه دی، ځکه یوازې فوکس پر بندیانو او موقتي اوربند دی نه د جګړې په پای.
حماس تر اوسه د اسرائیلو د دې پرېکړې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.