امریکا تازه په اسرائیلو د ۳ ميلیارد ډالرو د وسلو پلور تصویب کړ

امریکا تازه په اسرائیلو د ۳ ميلیارد ډالرو د وسلو پلور تصویب کړ نړۍ

رویټرز خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې امریکا د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت په اسرائیلو د نویو بمونو، چاودېدونکو توکو او نورو پوځي تجهیزاتو پلور تائید کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د دې تجهیزاتو سپارل به له ۲۰۲۶ کال څخه پیل شي، خو ځینې وسلې ممکن له امریکايي زېرمو په سمدستي ډول چمتو او ژر اسرائیلو ته واستول شي.

دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی، چې امریکا د وسلو لویه محموله اسرائیل ته لېږي، په داسې حال کې چې صهیونیستي رژیم له دې وسلو د ملکي وګړو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي د وژلو لپاره کار اخلي.

شنونکي وايي، امریکا هڅه کوي د خپلو وسلو کارخونې پیاوړې کوي چې په موخه یې یو شمېر هېوادونو د جګړو ډګر تود ساتي.

د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په باور د امریکا لخوا په اسرائیلي اشغالګرو د وسلو دا پلور په داسې حال کې دی، چې دوی په نړېواله کچه د بشري حقونو د تامین ادعاوې هم کوي.

تړلي موضوعات