د امریکا او روسیې ډیپلوماټان نن ترکیه کې سره ګوري
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، ټاکل شوې نن پنجشنبه د امریکا او روسیې ډیپلوماټان په ترکیه کې د خپلو سفارتونو ترمنځ د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.
لاوروف دغه خبرې تېره ورځ اسوشتېد پرېس خبري اژانس ته کړي دي چې موخه یې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والی بللی دی.
دا غونډه وروسته له هغې کیږي چې دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د فبروري په ۱۸ مه په ریاض کې د اوکرایین سولې په اړه ناسته وکړه او دواړه هېوادونو د خپلو سفارتونو د بیا پرانېستو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
اژانس په انقره کې د امریکا د سفارت په حواله ویلي، چې دا ناسته به د داوړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بیا ورغوي.
سرچینې وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن پر مهال خرابې شوې وې چې دا مهال یې د ښه والي په لټه کې دي.