اسرائيلي رسنۍ: حماس په رواني جګړه کې په موږ برلاسی دی

اسرائيلي رسنۍ: حماس په رواني جګړه کې په موږ برلاسی دی نړۍ

اسرائيلي رسنيو تازه په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي، چې حماس جهادي غورځنګ په رواني جګړه کې په اسرائيلو برلاسی او په دې ډګر کې په څرګند ډول مخکې دی، خو بل پلو اسرائيل يوازې د غبرګون ښودو تر بريده محدود دي او هيڅ اقدام نه لري.

اسرائيلي شنونکو څرګنده کړې، چې د اسرائيلو په عامو خلکو او په نړيواله کچه د حماس د ستراتيژۍ اغېز مخ په زياتېدونکې توګه د بريا په لور روان دی، دا په داسې حال کې چې دا غورځنګ تر سختو نظامي فشارونو لاندې دی.

د اسرائيلو د ۱۳ چېنل له راپورونو سره سم حماس د تېرو درېيو لسيزو په اوږدو کې د رواني جګړې اړوند خپلې توانايۍ پياوړې کړې او په دې برخه کې يې د ټولنيزو اړيکو له شبکو ډېره ګټه اخيستې ده.

دې چېنل ويلي، چې د روان اوربند په اوږدو کې د بنديانو خوشې کول او بيا د ۴ تنو اسرائيلي جسدونو سپارل د حماس د همدې «لوبو» يوه برخه وه، چې دا غورځنګ يې د جګړې له پيله کوي، داسې چې خپله اجنډا يې په زور په اسرائيلو منلې ده.

د ستراتيژيکې ډپلوماسۍ متخصصې ډاکټرې عرجا اتيد الجزيره عربي سره په خبرو کې په همدې اړه ويلي، چې په نړيواله کچه د انټرنېټ په مخ حماس سره د خلکو خواخوږي مخ په ډېرېدو ده او ډېر خلک دا پوښتي چې اسرائيل له حماسه څه غواړي، دا د حماس په ګټه ده او په نړيواله توګه د عام نظر په خپلولو کې د دې غورځنګ لا ډېره بريا ده.

د پوهاوي او نفوذ د جګړې يو متخصص ډاکټر يانيف ليويټن (Yaniv Levitan) بيا وايي، چې حماس د رواني جګړې او په خپله ګټه د ميډيا د راڅرخولو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو برعکس په دې برخه کې د اسرائيلو توانايۍ «خورا کمزورې» دي.

ليويټن زياته کړې، چې اسرائيلو له پيله د رواني جګړې په ځای په ميداني جنګ زور اچولی، د رواني جنګ اغېز د يوه لوري د اقدام په توانايۍ پورې تړلی دی او دا هغه څه دي، چې اسرائيل يې نه لري.

په ورته وخت کې د «آي ۲۴» چېنل له لوري د اسرائيلو دننه د جګړې د دوام اړوند يوه ټولپوښتنه شوې او په کې څرګنده شوې ده، چې ۵۳٪ اسرائيليان د بنديانو خوشې کول له دې اړين بولي، چې جګړه دوام وکړي او حماس له منځه يووړل شي، يوازې ۳۰ سلنه وګړو د دې خلاف رايه ورکړې او ۱۷سلنه وګړو خپل دريځ نه دی ښودلی.

دې ټولپوښتنې دا هم موندلې چې ۶۱٪ اسرائيلي وګړي د ټولو بنديانو له خوشې کېدو مخکې غزه کې د جګړې د بيا پيل کېدو په ضد دي، ۲۵٪ ګډونوالو د دې جګړې تائيد کړی او ۱۴٪ چوپ پاتې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په دې برخه کې د حماس وروستيو کړنو ته سخت غبرګون وښود او ګواښ يې وکړ چې حماس به د خپلو دې کړنو سخته بيه پرې کړي.

تړلي موضوعات