د روسیې دفاع وزارت: په دقیقو بریدونو کې مو د اوکرایین پوځي مرکزونه په نښه کړي

د روسیې دفاع وزارت: په دقیقو بریدونو کې مو د اوکرایین پوځي مرکزونه په نښه کړي نړۍ
انځور ارشیف

د روسیې دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې پرون سه شنبه په هوایي بریدونو کې د اوکرایین پوځي مرکزونه او هوایي ډګرونه په نښه کړي.

ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه د اوکرایین خارکوف سیمه کې شوي چې له امله یې لسګونو اوکراییني پوځیان وژل شوي او توپخانې یې له منځه وړل شوې دي.

وروسته له هغې چې اوکرایين له امریکا سره د کانونو د استخراج په شرایطو موافقه وکړه، پر کیف د مسکو بریدونو زور واخېست.

سي اېن اېن ټلویزیون د خبر له مخې زیلینسکي به د همدې تړون د لاسلیک لپاره واشنګټن ته لاړ شي.

د سرچینو له قوله، کېف هیله لري چې پدې موافقې سره به واشنګټن ورته امنیتي ضمانت ورکړي.

شنونکي وایي، امریکا له جګړې وړاندې د اوکرایین کانونو د ترلاسه کولو لپاره سترګې خښې کړې وې چې په همدې موخه یې کېف د جګړې تل ته ښکته کړ.

تړلي موضوعات