پنټاګون کې د ورک شویو اسنادو په تور څو تنه لوړ پوړي جنرالان نیول شوي
المیادین د یوه امریکايي جنرال له قوله وايي، پنټاګون کې امنیتي ځواکونو څو لوړپوړي جنرالان د ورک شویو اسنادو په تور نیولي دي.
تقاعد شوي امریکا جنرال ډګلس مک ګریګور پرون سه شنبه په اېکس پاڼه ویلي، FBI ځواکونو فعال جنرالان پنټاګون کې د ورک شویو اسنادو په تور نیولي خو نوموړي د دغه اسنادو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دغه جنرال څرګنده کړې چې د FBI ځواکونو د همدې ورک شویو اسنادو د موندلو په موخه د CIA د افسرانو په کورونو هم چاپې وهلې دي.
سرچینه وايي، د ټرمپ له دویم ځل ولسمشرۍ سره په امریکا کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د کابېنې ډېری غړو ایلان ماسک ته د امریکا ټولو محرمو اسنادو ته لاسرسی تائید کړ.
ایلان ماسک چې د امریکا په ښې حکومتولۍ کې د ټرمپ ځانګړی سالاکار دی د شنبې په ورځ یې له ټولو فدرالي کارکونکو غوښتي و چې د تېرې اونۍ خپلې لاسته راوړنې له ده سره شریکې کړي کنه له دندو به لرې شي.