غزه کې د یخنۍ له امله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

غزه کې د یخنۍ له امله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی نړۍ
غزه کې د ماشومانو بد وضعیت

انادولو ترکي اژانس وایي، اسرائیل غزې ته د بشري مرستو د ورتګ مخنیوي کوي چې له امله یې پرون دوشنبه د یخې هوا له کبله درې فلسطیني ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اژانس غزه کې د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې، غزه کې د سختې یخنۍ له امله د ګڼو ماشومانو ژوند له ګواښونو سره مخ دی او هلته یې د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې.

تسنیم ایراني اژانس غزه کې د اصدقاء المریض خیریه رغتون ډاکټر سعید صلاح په حواله ویلي، غزه کې یخنۍ وهلو ماشومانو عمرونه له یوې تر درې ورځو دي.

په ورته مهال غزه کې د رفح ښاروال احمد الصوفی ویلي، چې د غزې په جنوب کې ۹۰ سلنې ودانۍ ویجاړې شوې او شاوخوا ۲۰۰ زره خلک له سرپنا پرته ژوند کوي.

نوموړي په دې برخه کې له اړوندو ارګانونو غوښتي چې د ژغورنې په برخه کې د فلسطیني خلکو لاسنیوی وکړي.

تړلي موضوعات