امنیت شورا د اوکرایین جګړې پای لپاره پرېکړه لیک تصویب کړ
دغه پرېکړه لیک چې د امریکا له لوري وړاندې شوی و، د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې پای او سولې ټینګښت غوښتنه په کې شوې.
یاد پرېکړه لیک ته رایې ورکونې پروسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو شتون کې وشوه چې ۱۰ هېوادونو مثبته رایه ورکړې او ۵ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه کړې.
اروپایي هېوادونو چې له روسیې سره خبرو کې د اوکرایین دولت څنډې ته شوی د امریکا حکومت له نوي دریځه اندېښنه ښودلې او د امنیت شورا جلسه کې یې د روسیې پر وړاندې د اوکرایین په نه تسلمېدو ټینګار کړی.
امریکا داسې مهال د اوکرایین جګړې د پای هڅې کوي، چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ د اوکرایین له ولسمشر زیلنسکي غوښتي و، چې له روسیې سره جګړه کې د امریکا مرستو په بدل کې دې د دې هېواد نایابه کاني زېرمې د امریکا په واک کې ورکړي.