روسیې پر خپلې کونسلګرۍ د برید په تړاو له فرانسې د پلټنو غوښتنه وکړه

روسیې پر خپلې کونسلګرۍ د برید په تړاو له فرانسې د پلټنو غوښتنه وکړه نړۍ
د فرانسې مارسي ښار کې د روسیې کونسلګرۍ

د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز عمل ګڼلی دی.

روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماریا زاخاروا له فرانسې غوښتي چې د موضوع په تړاو دې بشپړ او چټک اقدمات تر سره کړي.

د فرانسې په مارسي ښار کې د روسیې سرکونسل استانیسلاو اورانسکي د کونسلګرۍ دننه د چاودنې پخلی کړی دی.

په مارسي ښار کې د روسیې کونسلګرۍ ویلي، په لاس جوړ شوي درې بمونه د کونسلګرۍ پر لور غورځول شوي، خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

تېره ورځ هم د فرانسې مولهوس ښار کې یو الجزایري وګړي د چړې په ګذارونو یو کس وژلی  او پنځه پولیس یې ټپيان کړي وو.

تړلي موضوعات