د اوربند دویم پړاو خبرې د فلسطیني بندیانو ازادېدو پورې مشروطې دي
حماس جهادي غورځنګ ویلي، د منځګړو هېوادونو له لارې اسرائیلو سره د اوربند هر ډول خبرې د ۶۰۲ فلسطیني بندیانو په خلاصون پورې تړلې دي.
د حماس مخکښ غړي باسم نعیم ویلي، د اوربند هر ډول خبرې د فلسطیني بندیانو په خلاصون پورې تړلې دي، چې باید د مخکینۍ هوکړې له مخې خوشي شي.
ټاکل شوې وه چې تېره ورځ( یکشنبه) اسرائیلي رژیم د خپلو۶ زندانیانو په بدل کې له ۶۰۰ زیات فلسطینیان خوشي کړي، خو صهیونیست رژیم د بندیانو د خلاصون پرېکړه ځنډولې ده.
د اسرائیلو اصلي ملاتړې امریکا د فلسطیني بندیانو د خلاصون د ځنډ په اړه د صهیونیستي رژیم له پرېکړي ملاتړ کړی.
له بل لوري د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، دوی غزه کې د دویم پړاو جګړې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
که څه هم د حماس او اسرائیلو ترمنځ د لا زیاتو هوکړو لپاره خبرې دوام لري، خو د جګړې پای او د غزې راتلونکی لا هم معلوم نه دي.