حماس د ۶۰۲ فلسطینیانو په بدل کې ۶ اسرائیلیان خوشي کوي

حماس د ۶۰۲ فلسطینیانو په بدل کې ۶ اسرائیلیان خوشي کوي نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، د حماس جهادي غورځنګ نن شنبه د ۶۰۲ تنو فلسطینیانو په بدل کې ۶ اسرائیلي بندیان خوشي کوي.

دغه بندیان د هغو ۳۳ اسیرانو له ډلې دي، چې د اوربند لومړي پړاو هوکړې په اساس به خوشي کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم حماس د اسرائیلیانو څلور جسدونه چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو سور صلیب ته وسپارل.

د دغو بندیانو په ډله کې دوه تنه هغه اسرائیلیان هم شامل دي، چې لس کاله وړاندې غزې ته دننه شوي وو او د حماس مجاهدینو له لوري نیول شوي وو.

تړلي موضوعات