حماس اسرائیلو ته د درېیو اسرائیلیانو جسدونه سپاري

حماس اسرائیلو ته د درېیو اسرائیلیانو جسدونه سپاري نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه به د اوربند هوکړې په اساس حماس د یوې اسرائیلۍ کورنۍ د درېیو غړو جسدونه اسرائیلو ته سپاري.

حماس جهادي غورځنګ ویلي، په دغو جسدونو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي، چې د ۲۰۲۳ کال اکتوبر بریدونو کې نیول شوي وو، چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

حماس داسې مهال د اوربند هوکړې له مخې دغه جسدونه اسرائیلو ته سپاري، چې غزې لوېدیځه تړانګه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین دولتي اژانس ویلي، دغه درې کسان وروسته له هغې په شهادت رسېدلې، چې اشغالګر ځواکونو یې په کور برید کړي.

که څه هم حماس تر اوسه د دې بریدونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو ترې وړاندې یې ګواښ کړی و، چې که اسرائیل له اوربند سرغړونه وکړي دوی به د بندیانو تبادلې ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال غزه کې د دواړو غاړو ترمنځ اوربند دوام لري، خو اسرائیلو د اوربند سره سره وخت ناوخت بریدونه کړي او د غزې د زېربناوو په ورانولو یې لاس پورې کړی.

تړلي موضوعات