ځانګړو ځواکونو په شمال کې د یو خطرناک جنايي بانډ لاسونه ور وتړل!

ځانګړو ځواکونو په شمال کې د یو خطرناک جنايي بانډ لاسونه ور وتړل! افغانستان

المرصاد د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی، دغه جنايي بانډ ډېری غړي تخار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

د سرچېنې په خبره دغه وسله وال جنايي بانډ په انسان تښتونه او قتلونو کې لاس درلود چې د قتل وروستۍ پېښې یې د یو زرګر، یو صراف او د یو اختطاف شوي ماشوم ورور د شهادت پېښې دي.

د المرصاد سرچېنو ویلي، د دغه جنايي بانډ تر شا ځېنو پټو لوریو لاس درلود او غوښتل یې امنیتي وضعیت نارامه، د وېرې په خپرولو سره د پرمختیايي او اقتصادي پروژو په اړه اندېښنې راپورته کړي.

د یادونې ده، چې نیول شویو کسانو د لا زیاتو تخریبي کړنو ارادې درلودې چې په نیول کېدو یې شومې موخې شنډې شوې.

تړلي موضوعات