د اسرائیلو ملي امنیت وزیر: هوکړه حماس ته تسلیمېدا او د اسرائیلو دریځ کمزوري کېدل دي
د اسرائیلي اشغالګرو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلو تر منځ هوکړې په غبرګون کې ویلي، چې دا هوکړه حماس ته تسلیمېدا ده.
ایتامار بن ګویر زیاته کړې، چې دا هوکړه د وژل شويو اسرائيلي پوځيانو له وينو سره خيانت دی او د حماس پر وړاندې د اسرائيلو د دريځ کمزوري کېدل دي.
اسرائيلي ورځپاڼې «معاريف» د دې هوکړې له امله د اسرائيلي حکومت د چارواکو ترمنځ له سختو اختلافاتو پرده پورته کړې او ويلي يې دي، چې د نتنياهو په ګډون ګڼ شمېر وزيرانو په هيڅ صورت نه غوښتل دغه هوکړه ترسره شي.
ورځپاڼې زياته کړې ده، چې اسرائيلي حکومت کله هم دا هوکړه ترسره کول نه غوښتل، خو داخلي فشارونو دې ته اړ کړل، چې حماس سره خبرو اترو ته کښېنې.
رسنيو څو ورځې وړاندې هم د اسرائيلو د يوه پخواني وزير خبرې راخيستې وې، چې نوموړي په کې اسرائيل د حماس پر وړاندې ناکام بللي وو. هغه دې ته اشاره کړې وه، چې سيمه لا هم د حماس په ولکه کې ده، اسرائيلي پوځ درانه تلفات ګالي او له غزې لا هم په اسرائيلو توغندي ورول کېږي، چې دا او نور واقعيتونه ښيي؛ چې حماس مات شوی نه، بلکې لا پياوړی شوی دی.
د یادونې وړ ده، اسرائیلي اشغالګرو د ۱۵ میاشتو سختو جګړو، وحشتونو او هر نظامي قوت کارولو سربېره ونه توانېدل چې حماس جهادي غورځنګ کمزوری کړي یا د فلسطیني مجاهدینو له منګولو خپل بندیان خلاص کړي، چې بالاخره غزه کې ورته د درنې مرګ ژوبلې او نړېوال حیثیت بایللو له امله یې د حماس سختو شرطونو ته غاړه کېښوده.
#حریت_راډيو