یو خوا کلفورنیا کې پراخه اورلګېدنه؛ بل خوا چور تالان

یو خوا کلفورنیا کې پراخه اورلګېدنه؛ بل خوا چور تالان نړۍ
د امریکا لاس انجلس کې لګېدلی اور

امریکايي پولیسو خبر ورکړی، چې کلفورنیا کې اورلګېدنې پر مهال یې ۲۰ تنه د غلا په تور نیولي دي.

 

امریکایي چارواکو ویلي، په لاس انجلس کې د اور لګېدنې پر مهال په یو شمېر سیمو کې د کورونو لوټلو اندېښنې شته چې د مخنیوي په موخه یې د پولیسو له لوري ګرځبندیز اعلان شوی.

 

ان بي سي نیوز وایي، په لاس انجلس کې د ځنګلي اورلګېدنې له امله د کورونو پرېښودو پر مهال ۲۰ تنه غله نیول شوي دي.

 

سرچېنې د پولیسو له قوله ویلي، د سیرا ماډري سیمه کې د چهار شنبې په ورځ یو کور وروسته له هغې چې اوسېدونکي یې وتلي چور شوی.

 

کلفورنیا ایالت کې د تېرې سه شنبې ورځې راهېسې اورلګېدنه پیل شوې د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه په کې ۱۱ کسان مړه شوي دي.

 

د یادونې ده، چې تېره ورځ رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې امریکا کې اورلګېدنې تر دې دمه له ۱۳۵ نه تر ۱۵۰ میلیارد ډالرو زیان اړولی دی.

تړلي موضوعات