د بغلان سېلاب ځپلو سره د مرستو په رسولو ټېنګار، ملا برادر لا هم د وېرجنو په منځ کې دی
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ بغلان ته تللی پلاوی لا هم د سېلاب ځپلو سره د ډاډ او مرستو د رسولو لپا ه بغلان کې دی.
ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د بورکې او نهرین ولسوالیو اوسېدونکو ته ډاد ورکړ، چې هر اړخېزې مرستې به ور سره وشي.
برادر وویل، پر بغلان سربېره نورو ولایتونو کې هم سېلابځپلو ته نقدي او د خوراکي توکو مرستې لېږل شوې دي.
د برکې او نهرین ولسوالیو سېلابځپلو د اسلامي امارت له نظامي او ملکي پرسونل مننه وکړه چې پر وخت اقدام یې د زیاتې مرګ ژوبلې مخه ونېوه.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړ.