د الله ګل مجاهد د توقیف مسله نوې ده، د هغه پخوانیو کړنو سره هیڅ تړاو نه لري
بهر کې د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د الله ګل مجاهد نېونې ته په وضاحت لیکلي، د قاري سعیدالله د قتل په دوسیه کې د مجاهد ښکیلتیا نوې مسله ده او د هغه له پخوانیو کړو وړو سره هیڅ ډول ربط نه لري.
بهر کې د افغان شخصیتونو سره د اړیکو نېولو کمېسیون، د الله ګل مجاهد توقیف ته په اشارې لیکلي، د قاري سعید قاتلینو محکمه کې ادعا کړې، چې قتل یې د الله ګل مجاهد په غوښتنه او د هغه د ورکړل شویو پیسو په بدل کې کړی دی.
کميسیون په عین حال کې ډاډ ورکړی، چې دا قضیه به د اسلامي امارت په محکمو کې په عادلانه ډول و څېړل شي.
کمېسیون په عین حال کې راستنېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امیر المومنین د بښنې فرمان په خپل ځای دی، او په بشپړ ډول عملي کيږي.
الله ګل مجاهد یو له پخوانیو زورواکو او غاصبېنو دی، چې تېرو شلو کلونو کې د خلکو په وژلو او د دولتي او شخصي ځمکو په غصب تورن دی.